آیا مرستي ته اړتیا لري؟
مونږ د مینځني ختیځ ، شمالي افریقا او افغان میرمنو او انجونو سره چې په انګلستان کې ژوند کوي مرسته کوو. مونږ په فارسي ، کردی، عربي ، دري ، پښتو ، ترکي او انګلیسي خبرې کوو.

مشوره یي خدمات

مونږ کولی شو تاسوته د کورنی د تشدد، د “عزت” په نامه د تشدد په هکله، جبري ودونه، دماشوم ودونه، دښځينه تناسلي آله جلاکول،جدای او طلاق، دماشوم استوګنځی او اړيکې نیولو په هکله، د کور او اقتصادي مرستو په هکله تاسو ته مسلکي مشوري درکړو. مونږښځۍ نه مجبوره کوو چې څه وکړي او یا هم د هغوي په هکله کومڅه قضاوت وکړو. مونږ یواځې تاسو ته مشوره درکوو او د هغه امکاناتپه هکله چې تاسو ته موجود دي معلومات درکوو او تاسی دی ته پریږدو چې په خپله د خپل د ژوند پړیکه وکړي. مونږ تاسو سره روحيمرستي هم کولي شوو که مو اړتیا لرله. مونږ کولی شوو چې تاسو سره د تليفون د لاري ، او یا زمونږ د لندن په دفتر کې، او یا داسي ځاېچې تاسو ته مناسب وي وګورو. زمونږ ټول خدمات په بشپړه ډول محرم او وړیا دي او مونږ هيڅکله د نورو سره يي نه شریکه کوو.

حقوقي مرستي او مراجعه کول مو نورو اورګانو ته

ستاسو په رضايت سره، مونږ کولی شوو چې تاسي نورو خدماتي ځایونو ته هم راجع کړو، د بیلګه په توګه د کور او د مهاجرت مشورېلپاره، په شمول دقانوني مرستې او نورو ځایونو ته لکه GP، پولیس او ډیري وخت مونږ له تاسو سره دي ځایو ته هم کولې شوو چې لاړشوو. همدا رنګه مونږ پوليس، سوسيال سرویس او نورو اورګانو سره په ګډه کار کوو څو چې وکړي شو چې تاسي خوندی وساتو. دضرورت پروخت مونږ کولای شو چې تاسوته رسمی لیکونه درکړو او تر جمعه
یی هم کړو.

رسمي اسنادونه د محکمۍ لپاره

مونږ کولي شو چې رسمي لیکونه او د ښځو او انجونو بیان د محکمي لپاره هم ولیکو، په شمول د مهاجرت او پناه غوښتنکي لیکونه، دماشوم د استوکنځی او اړیکه نیولو په هکله، لیکونه د محکمۍ د حکمونه لپاره لکه د نه ځورونۍ حکمونه چې ورته Non Molestation Order وایی ، د جبري ودونو حکمونه لپاره تاسو ته رسمي لیک درکړو. مونږ دا هم کولي شو چې په محکمه کې ظاهره شوو او قاضي تهد هغه ستونزو په هکله خبري وکړو چې د مینځني ختیځې او شمالي افریقا ښځي ورسره مخ دي څو چې قاضي له دي ستونزو څخه پهبشپړه توګه باخبر وي.

که تاسي مرسته ته اړتیا لري نو تاسي کولي شي چې د تیلیفون د لاري او یا زمونږ د مراجعي کولو فورمه د لاري په تماس شي. که تاسيعاجله مرستي ته اړتیا لري نو مونږ دا مشوره درکوو چې مونږ سره د تیلیفون د لاري په تماس شي. که تاسي په خطره کي یاستي نو لطفاً۹۹۹ سره په تماس شي.

If you are worried about someone knowing you have visited this website please read this safety information.

There is an escape button at the bottom right corner of the page opposite this box. Please test it so you know how it works.